Rahmatullah Sultan makhselkhil

Rahmatullah Sultan makhselkhil Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Rahmatullah Sultan makhselkhil, Automotive, aircraft & boat, Jalalabad.

د دره نور ولسوالۍ ، شېرم قلعه زلزله ځپلو ولسونو ته د پشه یانو قومي سرتاسري شورا لوموړي مرستیال : ادیب رحمت الله ( سلطان ...
18/09/2025

د دره نور ولسوالۍ ، شېرم قلعه زلزله ځپلو ولسونو ته د پشه یانو قومي سرتاسري شورا لوموړي مرستیال : ادیب رحمت الله ( سلطان محصل خېل ) په مشرۍ د ژمن ټیم ملګري ق ا ر ي صاحب سازنور ( هاشمي ) له خوا شوې مرسته ورسول شوه .
یو اندازه نغده مرسته ، چې د هاشمي له خوا سپارل شوه وه ، د ځوانو ملګرو په حضور کې مستحقینو ته ووېشله ، د ټولو دوستانو د اخلاص او هلو ځلو منندوۍ یوو.
نوټ : دا د دره نور ولسوالۍ هغه سېمه ده ، چې دوی نه بغیر بل څوک نه دی ورغلی او نه یې چا پوښتنه کړې ده ، په دې دره کې ( 250 ) کورنۍ اوسېږي ، په انځور کې چې دا لوی کور ښکاري په ده کې شپېته ( 60 ) کورنۍ اوسېږي ، چې اوس فعالاً د اوسېدلو وړ نه دی ، په بهر مېشتو او خیریه بنسټونو والاو باندې غږ کوم ، چې څومره مو وسه کېږي ، نو دوی سره مرسته او کومک وکړئ .
وټساپ شمېره : 0776566942
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

دا د دره نور ولسوالۍ د هغه سېمې انځورونه دي ، چېرته چې تر اوسه پورې هیڅ مرسته نه ده تر سره شوې .هو چېوال یادوم  ، د دره ...
13/09/2025

دا د دره نور ولسوالۍ د هغه سېمې انځورونه دي ، چېرته چې تر اوسه پورې هیڅ مرسته نه ده تر سره شوې .
هو چېوال یادوم ، د دره نور ولسوالۍ یوه غرېزه سېمه ده ، نو بهر مېشتو ملګرو صدقه ردې بلا ده .
نوټ : په دره نور ولسوالۍ کې ډېرای داسې ځایونه لرو ، چې تر اوسه ورته مرسته نه ده رسېدلې . لکه : شېمل دره ، شېرم لام ( قلعه ) قلعه شاهي او داسې نور 💔💔💔
اړیکو او وټساپ شمېره : 0776566942
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

د دره نور زلزله ځپلو مختلفو سېمو ( لمټک، شیرم قلعه، ستن) د پشه یانو قومي سرتاسري شورا لومړي مرستیال محترم : ادیب رحمت ال...
13/09/2025

د دره نور زلزله ځپلو مختلفو سېمو ( لمټک، شیرم قلعه، ستن) د پشه یانو قومي سرتاسري شورا لومړي مرستیال محترم : ادیب رحمت الله ( سلطان محصل خېل ) په مشرۍ د ژمن تیم ملګری داکتر صاحب محترم : نصرت الله ( احمدي ) د کورنۍ لخوا شوې مرسته ورسول شوه.
یو لک او څوارلس ( ۱۱۴۰۰۰) افغانۍ نغدې ورسره بکسې، کتابچې، قلمونه، نور لوازم ، او پنځه سوه ( ۵۰۰ ) تعداده وچه ډوډۍ د ځوانو ملګرو په حضور کې مستحقینو ته ووېشل شوه، د ټولو دوستانو د اخلاص او هلو ځلو منندوۍ یوو.
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

13/09/2025

دا هم ملګرو په دره نور ولسوالۍ ، قلعه شاهي ، کوټګء کلي کې د خیمو د وړلو لنډه وېډیو . ❤💝💖 یې پرتاسو درنو .
محصل خېل د قوم ځوانان / Mahselkhil Tribe Youths
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

محصل خېل د قومي شورا مشر مَلک محترم : حاجي صاحب عبدالوهاب ( محصل خېل ) ، د نوموړي شورا مرستیال محترم :  سلطان عزیز ( محص...
13/09/2025

محصل خېل د قومي شورا مشر مَلک محترم : حاجي صاحب عبدالوهاب ( محصل خېل ) ، د نوموړي شورا مرستیال محترم : سلطان عزیز ( محصل خېل ) او د شورا غړی محترم : مرتضی ( مَلکزی محصل خېل ) نن په دره نور ولسوالۍ ، قلعه شاهي قریعه ، کوټګاء کلي کې د ( ۶۲۰۰۰ ) دوه شپېته زره افغانیو حیمې
په زلزله ځپلو ووېشلې ، رب دې یې صدقه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي .
نوټ : بهر مېشتو ملګرو په دره نور ولسوالۍ کې اوس هم ډېرای مرستو . لکه : خوراکي ، غیر خوارکي توکې او حیمو ته اشد ضرورت دی ، نو خپلو مرستو ته دوام ورکړئ .
ستاسو اندکه مرسته کولای شي ، چې د زلزله ځپلو او بې سرپناء ولسونو په خوله موسکاء راولي . 💔💔
محصل خېل د قوم ځوانان / Mahselkhil Tribe Youths
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

*بسم الله الرحمن الرحیم :پشه يانو قومي سرتاسري  شورا ځوانانو لخوا  د کُنړ او دره نور زلزله ځپلو لپاره په عليشنګ او دولت ...
09/09/2025

*بسم الله الرحمن الرحیم :
پشه يانو قومي سرتاسري شورا ځوانانو لخوا
د کُنړ او دره نور زلزله ځپلو لپاره په عليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې راټولې شوې پيسې د اطلاعات او فرهنګ رياست ته وسپارل شوې.
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت په همغږۍ، د پشه‌یانو قومي سرتاسري شورا له لورې د کُنړ او دره نور د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شویو کورنیو لپاره راټولې شوې مرستې نن په رسمي ډول یاد ریاست ته وسپارل شوې.
د مرستو دا سپارنه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت ته، د پشه‌یانو قومي سرتاسري شورا د مشرتابه انجنیر صاحب محمد ( نذیر مبارز ) او د شورا د مشاور محمد حسین ( سجاد ) له لورې ترسره شوه دوئ (۴۰۰۰۰ ) څلوېښت زره افغانیو نغدې مرستې جوپه یاد امریت ته وسپارله، چې دا پیسې به د ولایتي ادارې له لوري د ځانګړي کمېسیون له خوا، مستحقو او زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د پشه‌یانو قومي سرتاسري شورا مشرتابه څرګنده کړه، چې دغه مرستې د عامو خلکو، او ځوانانو له‌ خوا په داوطلبانه ډول راټولې شوې او دا کار د ولس د ایماني، انساني او ټولنېز احساس ژور پیغام لري.
پای کې: د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس م ول وي عبدالنور ( رسولي ) د ځوانانو او پشه یانو قومي سرتاسري شورا دا نوښت ستایلی او ویلي یې دي چې:
"د لغمان، الیشنګ او دولت شاه ځوانانو د زړه له کومي دا مرسته کړې، موږ یې تود هرکلی کوو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست دروازې به تل د دغو ویښو، بااحساسه، فعالو او رضاکاره ځوانانو پرمخ پرانیستې وي."
او همدا راز ښاغلی رسولي د دې ښې همغږۍ او ولس‌ محوره نوښت هرکلی ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ټولنېزو او عام المنفعه اقداماتو ملاتړ ته به لومړیتوب ورکوي.
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

پشه‌یانو  سرتاسري قومي شورا د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو لپاره هڅې دوام لري :د پشه‌یانو قومي سرتاسري  شورا رئیس محترم...
09/09/2025

پشه‌یانو سرتاسري قومي شورا د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو لپاره هڅې دوام لري :
د پشه‌یانو قومي سرتاسري شورا رئیس محترم : انجنیر صاحب محمد نذیر ( مبارز ) او د شورا یو شمېر استازو د دره نور او کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د مرستو ترسره کولو د همغږۍ په موخه د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ.
دا لیدنه د دره نور او کونړ زلزله ځپلو لپاره د جوړ شوي رضاکارانه کمپاین استازو سره وشوه.
انجنیر صاحب د ځوانانو له دې نوښت ستاینه وکړه، چې له خپل ایماني، وجداني او ټولنېز مسؤلیت له مخې په رضاکار ډول د مرستو راټولولو دا مهم اقدام کړی دی.
نوموړي وویل: «دا ډول کارونه زموږ د ولس د غیرت، انسانیت او اسلامیت څرګندونه کوي.»
د لیدنې پر مهال د شورا استازو هم خپل ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د زلزله ځپلو د لاسنیوي دا لړۍ به لا پراخوي، څو د غم په دې شېبو کې د ولس تر څنګ ودرېږي.

په پای کې د پشه‌یانو سرتاسري قومي شورا د مشرانو ترمنځ مشورتي ناسته هم وشوه، چې پکې د راتلونکو پلانونو او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې مهم تصمیمونه ونیول شول.
هغوئ ټینګار وکړ چې د ولس ستونزو ته به لا زیات پام کېږي او خدمتونه به پراخ کړي.
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

د کُنړ او دره نور زلزله ځپلو ولسونو له پاره ملګري محمد حنیف ( نوراني ) صاحب مختلف سامانونه . لکه : توشکې ، بالښتونه ، کم...
07/09/2025

د کُنړ او دره نور زلزله ځپلو ولسونو له پاره ملګري محمد حنیف ( نوراني ) صاحب مختلف سامانونه . لکه : توشکې ، بالښتونه ، کمپلې ، نارینه او زنانه جامې ، د اشپز خانې وسايل او داسې نور راوړي ول .
کور یې ودان
که ستاسو کور کې هم اضافه سامانونه وي ، نو مونږ ته یې وسپارئ ، مونږ یې د
پشه یانو قومي سرتاسري شورا له ادرسه زلزله ځپلو ولسونو ته رسوي .
اړیکو شمېرې : 0776566942 / 0784253449 .
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

محصل خېل د قومي شورا مشر مَلک محترم : حاجي صاحب عبدالوهاب ( محصل خېل ) ، د نوموړي شورا مرستیال محترم :  سلطان عزیز ( محص...
06/09/2025

محصل خېل د قومي شورا مشر مَلک محترم : حاجي صاحب عبدالوهاب ( محصل خېل ) ، د نوموړي شورا مرستیال محترم : سلطان عزیز ( محصل خېل ) او د شورا غړی محترم : مرتضی ( مَلکزی محصل خېل ) په کُنړ ولایت ، څوکۍ ولسوالۍ ، دېوه ګَل دره کې پنځه قلمه مواد . لکه : مڼې ، جوسونه ، مدني اوبه ، څپلکې ، او څلور سوه دانې سطرنجۍ د کُنړ زلزله ځپلو ولسونو باندې نن ووېشل ، رب دې یې صدقه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي .
محصل خېل د قوم ځوانان / Mahselkhil Tribe Youths
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

ننګرهار ولایت ، دره نور ولسوالۍ ،  سُتن - لغایک مجګنډول - لمټک- چوال- بمبه کوټ - شیرم قلعه - عمر قلعه ، قلعه شاهي ، کوټګ...
05/09/2025

ننګرهار ولایت ، دره نور ولسوالۍ ، سُتن - لغایک مجګنډول - لمټک- چوال- بمبه کوټ - شیرم قلعه - عمر قلعه ، قلعه شاهي ، کوټګا ، امله او نورو نږدې کلیو کې لسګونه کورونه په کنډواله بدل شوي دي ،د زلزلې د ټکانونو له امله خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي ، شپه او ورځ تر آسمان لاندې تېروي، ، ځکه هیڅ ډول آسانتیاوی نه لرې.
موږ د اسلام ي ام ارت له مسؤلینو، مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د دغو خلکو سره ژر تر ژره د خیمو، خوراکي توکو او لومړنیو اړتیا وړ توکو مرستې وکړي .
سربېره پر دې، د دې سېمې خلکو ته یو عاجل صحي مرکز هم خورا مهم او جدي اړتیا ده، څو د ټپیانو او ناروغانو درملنه په کې وشي .
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

دجلال اباد ښاروالۍ راټولي کړې مرستې زلزله ځپلو ولسونو پر لور پخیر سره روانې شوې !پشه یانو قومي سرتاسري شوراپه درنښتRahma...
05/09/2025

دجلال اباد ښاروالۍ راټولي کړې مرستې زلزله ځپلو ولسونو پر لور پخیر سره روانې شوې !
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

نن د جمعې مبارکه ورځ !د کنړ ولایت د زلزلو له امله زیانمن شویو وګړو لپاره د مرستې ټولونې وروستۍ ورځ :   راشئ او د مرستې پ...
05/09/2025

نن د جمعې مبارکه ورځ !
د کنړ ولایت د زلزلو له امله زیانمن شویو وګړو لپاره د مرستې ټولونې وروستۍ ورځ :
راشئ او د مرستې په صندق کې خپل اخلاص وکړئ ترڅو ستاسو مرستې د یوې شفافې کمیټې له طریقه واقعي اړمنو ته ورسول شي .
ادرس : مهترلام ښار رحماني چوک .
پشه یانو قومي سرتاسري شورا
په درنښت
Rahmatullah Sultan makhselkhil

Address

Jalalabad

Telephone

+93776566942

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rahmatullah Sultan makhselkhil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share