Elum Service Station Islampur

Elum Service Station Islampur Clean Car Happy Driver

19/05/2026

18/05/2026

Car wash
Our Village Islampur

19/04/2026
Love You Sir. ❤️
24/05/2025

Love You Sir. ❤️

#اسلامپور
د کلي د ځوانانو له خوا د څښلو د اوبو د نشت والي دپاره اواز اوچوتول ډير غوره قدم دې، زه په خپله، د کونسل چئيرمين او نور ممبران ستاسو سره پوره په پوره ملګري يو۔ ډير ملګري د کونسل د ممبرانو د کردار په حقله تپوسونه کوي، او بعضې ملګري وائي دوئ خبر کړۍ۔ ما کوشش وکړو چه د هر ملګري د کمنټ يا د سوال ځواب ورکړم خو سوالونه يو شان دي او کونکي ډير دي نو هر سوال لرونکي ته جواب ورکول ګران دي۔ ځکه مي ضروري وګڼل چي ستاسو د ټولو يو سوال "په سلام پور کښ اوبه ولي نشته او د کلي نمائيندګان څه کوي"، ته جواب درکړم، بائيد چي ټول ئي ولولۍ۔
تاسو ټولو ته معلومه ده چې د موسمي بدلون يعني کلائميټ چينج د وجي نه د ملک په ډيرو برخو کښ د څکلو د اوبو مسلو سر را پورته کړې دې۔ ځنګلي ډيرې کمي شوي دي او په بانډو کښ خلقو ډنډي ختمي کړې دي چي اوبه به ئي جزب لولي۔ د تورکمر نه واخله تر د چتوړ پوري ټولي چينې خلقو بندي کړې دي او په پائپونو کښ ئي کورونو ته رسولي دي، خوړ ته ډيري کمي اوبه پاتي شوي دي۔ زمونږ زوړ ټيوب ويل څو کاله وړاندې وچ شوې دې۔ د خوړ اوبو ته په کاړ کښ وړه ټينکۍ جوړه ده چي د ويخ نه چاڼ چاڼ ده۔ په کلي کښ ټولو خلقو په خپله مرضۍ کنکشني اغستي دي او د کلي کوڅې د تورو پائپونو ډکې پرتي دي، پائيپونه ټول مات دي۔ ډيره اوبه ضائع کيږي۔ کومې لږې ډيرې اوبه چه د خوړ نه راځي د هغي منصفانه تقسيم نشته۔ ټهيک ده مسله شته خو که هر چا ته لږي لږي اوبه هم په لاس ورشي نو عوام به په استعمال کښ ګزاره وکړي۔ دغه تقسيمِ کار د کميټۍ په لاس کښ دې او کميټي په دي کلي کښ چا ته هم جواب ده نه ده۔ نه د کميټۍ نه څوک تپوس کولي شي او نه کميټي د چا نه تپوس کولې شي۔ اول خو اوبه وي نه، او که چري را شي نو په کورونو کښ پائيپونه ازاد بهيږي، خلق خپل ضرورت پوره کړي او بيا پائيپ يا خلاص پريږدي او يا پري فرشونه وينځل شروع کړي۔ دا ټول معاملات چي راغونډ شي نو نتيجه دا راوځي چې اوبه نشته۔
د عزيزالله ګران ايم پي اې صيب په دور کښ د دي مسلې د حل دپاره اووه کروړه خوا و شا روپۍ ورکړې شوې وي۔ په دغه پيسو ټيوب ويل ويستل وو۔ شپږ ځايه ډريلنګ و شو، بلها پيسه پري ولګيده خو اوبه پيدا نه شوي۔ بيا د کونسل په وينا په دغه منصوبه کښ بدلون راوستل شو ، په کټير او دوه نورو ځائيونو کښ د ټينکو جوړولو او د خوړ د لائين ښه کولو او د يو غټ کوهي د کنستلو تجويز ورکړې شو۔
په خوړ کښ چي کومه ټينکۍ ده په هغي نن هم کار کيدو، چه اوبه ټولي يو ځائي ته راغونډي شي۔ په کلي کښ په لائينونو کار راوان دي چي مرمت وکړې شي او د اوبو ضائع کيدل بند شي۔ د څه کوڅو نه تور پائيپونه لرې کړې شوې دي او د څه نه به لري کړې شي۔ د کونسل د ممبرانو فيصله دا ده چي سکيم دي زر تر زره سرکار ته حواله شي۔ په دغه سلسله کښ زموږ د چيئرمين صيب د کونسل د اسسټنټ کمشنر بابوزۍ سره ملاقات کړې دې، هغوۍ به په راروانه هفته کښ کلي ته راځي او هم په دغله حقله به فيصله کوي۔
يو طرف ته د خوړ په اوبو کار راوان دي نو بل طرف ته به په راروانه هفته کښ د پبلک هيلت ماهران راځي چي په پوري سيرۍ کښ نوې سروې وکړې او د زمکې د لاندي د اوبو تالاش وکړي۔
د محترمو کلي والو په زمه وارۍ هم خبره کوم چي د مسلې دائمي حل لاره راوځي۔ کوم لائينونه چي مرمت شو، نو خلقو ته په پيروال کنکشني د کورنو په خوا کښ ورکړې شوې چه اوبه کنټرول وي۔ په دوه ورځې کښ ټول والونه چا پټ کړل۔ خپلو پائپونو ته ټوټۍ لګول مه هيروئ۔ خدائي به رحم وکړي، مسله به حل شي خو احتياط به کوؤ۔
تاسو يقين وکړۍ مونږ په تشويش کښ يو او خپل کوشش جاري ساتو۔ مننه

17/05/2025

# Łp Ťäwhëëđ Ķhąñ

26/04/2025

Address

Islampur Saidu Sharif Swat
Port Louis
19200

Opening Hours

Monday 09:00 - 18:00
Tuesday 09:00 - 18:00
Wednesday 09:00 - 18:00
Thursday 09:00 - 18:00
Saturday 09:00 - 18:00
Sunday 09:00 - 18:00

Telephone

+923430255596

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Elum Service Station Islampur posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Elum Service Station Islampur:

Share